د بغلان ولایت د جلګې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کوشاني دورې اړوند دوه زره کلن تاریخي ځایونه تازه کشف شوي دي.
د طالبانو د ادارې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس اسد هاشمي وايي، دغه تاریخي ساحې د کلتوري میراثونو د ساتنې مدیریت، د سیمې د مشرانو او ۰۱۲ قطعې په همکارۍ موندل شوي او د یاد ریاست له لوري ثبت شوې دي.
د نوموړي په وینا، دغه تاریخي ځایونه “اخ پلاخ زیارت” او “کافر قلعه” نومېږي، چې په کوشاني تمدن پورې اړه لري او لرغونتیا یې شاوخوا دوه زره کلونو ته رسېږي.
مولوي هاشمي زیاتوي، تاریخي آبدات د یو ملت د ملي هویت نښه ده او د هغو ساتنه د ټولو ګډ مسؤولیت ګڼل کېږي.
د معلوماتو له مخې، تر دې دمه په بغلان کې ۱۱۴ تاریخي ساحې ثبت شوي، او ټاکل شوې چې لس نورې تازه کشف شوې ساحې هم ډېر ژر د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې ثبت شي.
