افغانستان

سرچینې: طالبانو په کندهار کې د ښځو د جامو یو شمېر خیاطان نیولي دي

ځايي سرچینې وایي، طالبانو په کندهار کې یو شمېر هغه خیاطان نیولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې. سرچینو د نیول شویو کسانو دقیق شمېر نه دی څرګند کړی.

د معلوماتو له مخې، دا خیاطان د یکشنبې په ورځ (د وږي ۳۰مه) د رنګریزان، دانا، عینو مېنه او د کندهار ښار له نورو سیمو څخه نیول شوي دي.

سرچینې زیاتوي، د طالبانو دغه اقدام په دغه ولایت کې د لسګونو کسانو د بې‌کارۍ لامل شوی او د خلکو د سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

ویل کېږي چې د طالبانو د امر بالمعروف اداره په کندهار کې د ښځو پر وړاندې د لا زیاتو محدودیتونو ګواښ هم کړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په کندهار کې ښځې له مخکې هم له سختو محدودیتونو سره مخ دي او د تفریحي ځایونو، رستورانتونو، سپورټ، آزاد تګ راتګ، کار او زده‌کړو حق نه لري.