افغانستان

وال سټریټ ژورنال: طالبان د بګرام په اړه د امریکايي پلاوي له ځینو خبرو سره موافق نه دي

FILE PHOTO: Parked vehicles are seen in Bagram U.S. air base, after American troops vacated it, in Parwan province, Afghanistan July 5, 2021. REUTERS/Mohammad Ismail/File Photo

وال سټریټ ژورنال د امریکايي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې طالبان د امریکایي پلاوي له هغو وړاندیزونو سره موافق نه دي چې په بګرام هوايي اډې کې د محدود پوځي حضور په اړه شوي دي.

دغو سرچینو ورځپاڼې ته ویلي، د ټرمپ د حکومت چارواکي له طالبانو سره د دې پر سر خبرې کوي چې د افغانستان په بګرام هوايي اډه کې د امریکا د لږ شمېر ځواکونو د بیا ځای پر ځای کولو په وسیله د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره د پیل یو مرکز رامنځته کړي.

د سرچینو په وینا، د ولسمشر ټرمپ ناڅاپي اعلان چې د پنجشنبې په ورځ یې د بګرام د هوايي اډې د بېرته ترلاسه کولو هڅه یاده کړه، ښايي له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د یوه پراخ ډیپلوماټیک بهیر برخه وي.

د یوه امریکایي چارواکي په وینا، دا خبرې چې د بندیانو او تښتول شویو کسانو په برخه کې ټرمپ ځانګړي استازي، اډم بوهلر لخوا رهبري کېږي، د احتمالي بندیانو تبادلې، احتمالي اقتصادي تړون او امنیتي برخې په اړه هم روانې دي.

په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د هغه د حکومت یوه ډله له طالبانو سره د بګرام په اړه خبرې کوي.

ټرمپ د خبریالانو یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل: «وبه ګورو چې د بګرام په اړه څه پېښېږي.»

خو هغه یو ځل بیا د ولسمشر جوبایډن د حکومت په مشرۍ د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه وکړه او ویې ویل: «هغه ورځ زموږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو د شرم ورځ وه. هېڅ دلیل نه و چې بګرام پرېښودل شوی وای.»