طالبانو په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې پیټر او باربي رینولډز، د ۷۹ او ۷۵ کلونو عمر لرونکي بریتانوي مېړه او مېرمن، یې له زندان څخه خوشې کړي دي.
یاد دوه تنه د فبرورۍ په میاشت کې په بامیان ولایت کې نیول شوي وو.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، دوی په تېرو ۱۸ کلونو کې په افغانستان کې د زدهکړو په برخه کې فعالیت درلود. تر دې وړاندې د دوی د روغتیایي وضعیت په اړه اندېښمنوونکي راپورونه هم خپاره شوي وو.
طالبانو په خپل بیان کې ویلي چې دغو دوه تنو بریتانوي وګړو د افغانستان قوانین مات کړي وو او د عدلي ـ قضايي پروسې له تېرولو وروسته له زندان څخه آزاد شول.
په بیان کې راغلي چې د طالبانو اداره د بهرنیو وګړو قضیې «نه له سیاسي زاویې او نه هم د معاملې په بڼه» څېړي او هیله لري چې د هېوادونو خپلو وګړو ته کونسلي خدمتونه، «په ځانګړي ډول افغانانو ته په بهر کې»، پرته له سیاسي ملاحظو تضمین شي.
طالبانو همدارنګه د قطر د دولت د «منځګړیتوب او اسانتیا رامنځته کولو هڅو» مننه کړې او ویلي یې دي چې دا دوه تنه بریتانوي وګړي د افغانستان په چارو کې د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لنزي ته سپارل شوي دي.
