ځايي سرچینې آمو ته وایي، د کابل–کندهار پر لویه لاره د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله لسو کسانو، چې څلور ښځې هم پکې دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سرچینو په وینا، دا پېښې نن جمعه د غزني ولایت د سیدآباد او ګیلان ولسوالیو په مربوطاتو کې رامنځته شوې دي.
خالد سرحدي، د طالبانو د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند، ویلي چې په ګیلان ولسوالۍ کې د لویې لارې پر سر دوه مسافر وړونکي موټر سره جنګېدلي چې له امله یې شپږ تنه مړه او ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې درې ښځې وژل شوې او دوه ماشومان له یوه سړي سره یو ځای ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې سرچینې آمو ته وایي، په بلې پېښه کې چې د یوه ملي بس او د ۵۸۰ مسافرو وړونکي بس د ټکر له امله رامنځته شوې، اووه تنه مړه شوي دي.
سرچینې زیاتوي، دا پېښه د کابل–کندهار د لویې لارې پر سر د میدان وردګو ولایت ته نږدې شوې ده.
