نړۍ

امریکا په ملګرو ملتونو کې د غزې د اوربند مسوده رد کړه؛ ۱۴ مثبتې او یوازې یوه منفي رایه

د امریکا متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه مسوده رد کړه چې د غزې په جګړه کې یې د سمدستي، غیرمشروط او دایمي اوربند غوښتنه کوله او له اسرائیلو یې غوښتنه کړې وه چې د فلسطین محاصره شوي سیمې ته د بشري مرستو د ننوتو ټول بندیزونه پورته کړي.

یاده مسوده د امنیت شورا د ۱۵ غړو له ډلې د لسو غیردایمي غړو لخوا جوړه شوې وه او ۱۴ مثبتې رایې یې ترلاسه کړې، خو امریکا یې د ویټوله لارې مخه ونیوله. دا د نږدې دوو کلونو جګړې پر مهال شپږم ځل دی چې واشنګټن په ورته موضوع کې ویټو کاروي.

د ډنمارک د ملګرو ملتونو استازې، کریستینا مارکوس لاسن، له رایې اچونې مخکې وویل: “په غزه کې لوږه یوازې اټکل شوې نه، بلکې په رسمي ډول تایید شوې ده. اسرائیل خپل پوځي عملیات پراخ کړي چې د ملکي وګړو کړاو یې لا ژور کړی دی. دا ستر بشري او انساني ناکامي موږ دې ته اړ ایستلي یو چې اقدام وکړو.”

امریکايي ډيپلومات مورګان اورتاګوس بیا ټینګار وکړ چې جګړه د حماس د بریدونو له امله روانه ده. هغې وویل: “حماس د جګړې د پیل او دوام مسوول دی. اسرائیلو د هغو شرایطو منلو ته چمتووالی ښودلی چې جګړه پای ته ورسوي، خو حماس یې لا هم نه منې. که حماس اسیران خوشې کړي او وسله کېږدي، جګړه نن پای ته رسېدای شي.”

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه د حماس برید د جګړې پیل و. په دغه برید کې ۱۲۰۰ تنه، چې ډېری یې ملکي وګړي وو، وژل شوي او شاوخوا ۲۵۱ تنه یرغمل شوي دي. د فلسطیني روغتیایي چارواکو په وینا، له هغه وخته تر اوسه په غزه کې له ۶۴ زرو ډېر کسان وژل شوي چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

تمه ده راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ناستو پر مهال امنیت شورا د غزې په اړه د لوړپوړي کچې غونډه وکړي. د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم پلان لري د سپتمبر پر ۲۹ د واشنګټن سفر وکړي او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.