ملاله بنسټ د طالبانو لخوا د انټرنېټ پرېکولو په غبرګون کې ویلي، دا د افغانانو پر حقونو د طالبانو يو بل بريد دی، په ځانګړي ډول د هغو ښځو او نجونو پر وړاندې چې له زدهکړې او کاره محرومې شوې دي.
په خبرپاڼې کې ټینګار شوی چې آنلاین زدهکړه د زرګونو افغان نجونو لپاره د منځنۍ کچې د زدهکړو د بنديز تر شرايطو لاندې د تحصیل يوازينۍ لار وه.
د نوبل جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ، د طالبانو پرېکړه يې چې لږ تر لږه په ۱۱ ولايتونو کې يې د نوري فایبر انټرنېټ بند کړی، د نامشروع فعاليتونو د مخنيوي تر نوم لاندې «بېاساسه پلمه» بللې، او د افغانستان په کچه د انټرنېټ د فوري بېرته فعالېدو غوښتنه کړې ده.
ملاله يوسفزۍ چې د یاد بنسټ، بنسټايښودونکې ده، ويلي: «د طالبانو د وحشيانه جنسیتي اپارټاید لاندې د انټرنېټ پرېکول د افغان ښځو او نجونو د نړۍ له پاتې برخه سره د اړیکو د پرېکولو وروستۍ هڅه ده. پرته له انټرنېټ، دوی له زدهکړې او اړیکو بېبرخې کېږي. نړۍ بايد سمدستي پر طالبانو فشار راوړي چې دا پرېکړه لغوه کړي.»
د ملالې پلار ضياءالدين يوسفزي، خبرداری ورکړی چې طالبان څلور کاله کېږي هڅه کوي ښځې له ټولنې حذف کړي، او د انټرنېټ بندېدل به د یو نسل بشپړ راتلونکی له منځه يوسي.
د ښځو د حقونو فعاله زرکه یفتلي، هم ویلي چې طالبان په دې کار سره نه یوازې د نجونو زدهکړه، بلکې د هغو ښځو حیاتي کارونه هم دروي چې د سيمهييزو ټولنو ستنې وې.
په همدې حال کې، زرميـنه، له کابل څخه یوه ۲۳ کلنه افغانې، ملاله بنسټ ته ويلي: «طالبانو زموږ د زدهکړې، کار او آزادۍ حق اخیستی او اوس غواړي زموږ د انټرنېټ لاسرسی هم بند کړي. دا مانا چې د افغانستان خلک په بشپړه تياره کې ډوبوي.»
ملاله بنسټ له نړۍ والو هېوادونو غوښتنه کړې چې په ټوله کچه د انټرنېټ بشپړ لاسرسي د بېرته راوستلو لپاره جدي اقدامات وکړي.
