افغانستان

د ورښتونو او سیلابونو له امله د کابل ـ جلال اباد لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې

ننګرهار – ځايي سرچینو «آمو» ته ویلي چې د نن سهار له ورښتونو وروسته د سره رود ولسوالۍ په ځینو سیمو کې سیلابونه راوتلي، چې په نتیجه کې د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې د سړک یو پُل تخریب شوی دی.

سرچینې وايي چې د دغه پله د تخریب له امله د کابل ـ جلال اباد لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده او دا مهال دواړو لوریو ته سلګونه موټرې او نور نقلیه وسایط بند پاتې دي.

د کابل ـ جلال اباد لویې لارې د بندېدو پېښه ښيي چې د هېواد د زیربناوو د ساتنې او د طبیعی پېښو د مدیریت ظرفیت لا هم محدود دی. دا ډول ورښتونه او سیلابونه نه یوازې د ترافیکو د روانېدو مخه نیسي، بلکې د سوداګرۍ، عامه خدمتونو او د خلکو ورځني ژوند ته هم مستقیم زیان رسوي.