د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس د سیاسي فعال چارلي کېرک وژنه د «کیڼ اړخي افراطیت» پایله بللې ده.
هغه په یوه مرکه کې ټینګار کړی چې سپینه ماڼۍ د دغو ډلو د مالي سرچینو پر ضد جدي ګامونه اخلي او هڅه کوي دا شبکې د ترهګرو سازمانونو په څېر وڅېړل شي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انټيفا غورځنګ د «ترهګر سازمان» په نوم اعلان وکړ او ویې ویل چې د دې ډلې تمویل کوونکي به هم وڅېړل شي.
خو د ټرمپ منتقدین وايي، هغه دغه پېښه د خپلو سیاسي مخالفانو د ځپلو لپاره د یوې پلمې په توګه کاروي. ټرمپ په ۲۰۲۰ کال کې هم د انټيفا د ترهګر سازمان په نومولو هڅه کړې وه، خو قانوني کارپوهانو هغه مهال دا کار له قانوني بنسټ او له بیان د ازادۍ له اصولو سره په ټکر کې بللی و.
چارلي کېرک، چې یو محافظهکار سیاسي فعال و، څو ورځې مخکې د یوې وسلهوالې حملې په ترڅ کې ووژل شو. د یوتا څارنوالانو په دې تړاو پر ۲۲ کلن ټایلر رابینسن رسمي تورونه لګولي، خو د هغه د کومې ډلې سره د تړاو شواهد نه دي موندل شوي.
