افغانستان

د ملګرو ملتونو د درې میاشتني راپور لنډیز؛ د افغانستان وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی

ملګرو ملتونو په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې افغانستان د لا ژور ناورین پر لور روان دی؛ د امنیتي پېښو کچه ۹ سلنه لوړه شوې، د ښځو پر کار او زده‌کړې بندیز دوام لري، د افغان کډوالو بېرته ستنېدل بشري وضعیت کړکېچن کړی، د بېوزلۍ کچه لوړه شوې او یوازې په درې میاشتو کې د ماشومانو پر وړاندې ۱۹۱ جدي سرغړونې ثبت شوې دي.

راپور خبرداری ورکوي چې د اقتصادي ودې د کمښت، د ښځو له فعاله برخې اخراج او د بشري مرستو د کمېدو له امله د افغانستان راتلونکی د یوې سترې انساني فاجعې له ګواښ سره مخ دی.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د افغانستان اوسنی وضعیت یوازې د جګړې د نه شتون په معنا خوندي دی، ځکه دوامداره بشري، اقتصادي او ټولنیزو کړکېچونو د خلکو ژوند له سختو ننګونو سره مخامخ کړی دی. راپور زیاتوي چې که د سیاسي ثبات، ټول‌شموله حکومت او د خلکو د حقونو د رعایت لپاره عملي ګامونه پورته نه شي، نو د ناامنۍ، بېوزلۍ او بې‌ثباتۍ څپه به لا نوره هم پراخه شي.

امنیتي وضعیت

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په خپل تازه درې میاشتني راپور کې چې عمومي اسامبلۍ او امنیت شورا ته وړاندې شوی، ویلي چې په افغانستان کې د امنیتي پېښو کچه د تېرې ربعې په پرتله ۹ سلنه لوړه شوې ده.

راپور څرګندوي، سره له دې چې د پراخې جګړې کچه د طالبانو له واکمنېدو وروسته ټیټه شوې، خو هدفي وژنې، چاودنې او د داعش-خراسان ډلې بریدونه لا هم د خلکو ژوند ګواښي. د راپور د شمېرو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ د لومړۍ نیمایي په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۸۰ ملکي وګړي وژل شوي او تر ۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې زیاتره بریدونه په کابل، ننګرهار، کندهار او بلخ ولایتونو کې ترسره شوي، چې هدف یې د طالبانو حکومتي چارواکي، د رسنیو کارکوونکي، مدني فعالان او مذهبي لږکۍ وو. راپور زیاتوي چې د داعش-خراسان ډلې فعالیتونه لا هم د افغانستان د امنیت لپاره ستر ګواښ بلل کېږي.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د امنیتي پېښو زیاتوالی د خلکو پر ورځني ژوند، اقتصادي فعالیتونو او بشري وضعیت منفي اغېز کړی دی. د راپور له مخې، د ناامنۍ له امله ګڼې کورنۍ اړې شوي چې خپل استوګنځي پرېږدي او د بېځایه کېدو له ستونزو سره مخ شي.

کارپوهان وايي چې د امنیت د ټینګښت لپاره یوازې نظامي چلند بسنه نه کوي، بلکې د سیاسي ثبات، ټول‌شموله حکومت او د خلکو د حقونو رعایت اړین دی.

د ښځو پر کار او زده‌کړې دوامدار بندیز او اغېزې

په راپور کې راغلي، چې افغان نجونې لا هم له منځني ښوونځي پورته زده‌کړو ته د تګ اجازه نه لري او د پوهنتونونو دروازې پر هغوی تړلې دي. همدارنګه، ښځې له ډېری دولتي دندو ایستل شوې او یوازې په محدودو سکتورونو لکه روغتیا او ابتدايي زده‌کړو کې کار ته پرېښودل شوي دي. د راپور له مخې، د ښځو پر تګ راتګ هم جدي بندیزونه لګول شوي، او په ډېرو برخو کې ښځې یوازې د نارینه محرم په ملتیا سفر کولی شي.

ملګري ملتونه په خپل راپور کې ټینګار کوي چې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار او زده‌کړې دوامدار بندیز یوازې د بشري حقونو ښکاره سرغړونه نه ده، بلکې د ټول هېواد پر راتلونکي یې هم ژور اغېز کړی دی. د نړیوال بانک د معلوماتو پر بنسټ، د ښځو د اقتصادي فعالیتونو له بندېدو سره د افغانستان د ناخالص کورني تولید (GDP) وده یوازې ۲.۵ سلنه ثبت شوې ده، چې د سیمې د ډېری هېوادونو د ودې له کچې دوه برابره ټیټه ده.

په راپور کې همدارنګه یادونه شوې، چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او اجباري ودونو پېښې زیاتې شوې دي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د بېوزلۍ کچه لوړه ده.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د ښځو له فعال ګډون پرته نه یوازې د افغانستان اقتصاد په رکود کې ډوبېږي، بلکې ټولنیز پرمختګ هم په بشپړ ډول ټکنی کېږي. د ښځو د کار پر بندیز له امله په روغتیايي، تعلیمي او ټولنیزو برخو کې د خدماتو کیفیت سخت ټیټ شوی دی. د بېلګې په توګه، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له نه شتون سره په لرو پرتو سیمو کې زرګونه ښځې او ماشومان له جدي روغتیايي ګواښونو سره مخامخ دي.

د کډوالو بېرته ستنېدل او د بشري وضعیت خرابېدل

راپور زیاتوي چې د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او ایران کې پر افغان کډوالو د فشارونو زیاتېدو له امله په وروستیو میاشتو کې لسګونه زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د معلوماتو له مخې، د ډېری بېرته ستنو شویو کسانو د استوګنځای، کار او لومړنیو اړتیاوو د نشتون له کبله د بشري وضعیت لا خراب شوی دی.

راپور څرګندوي، ډېری هغه کسان چې بېرته افغانستان ته ستنېږي، د سرپناه، خوراکي توکو او روغتیايي خدماتو له جدي کمښت سره مخ دي، او له دې امله د بې وزلۍ او بې‌ثباتۍ څپه نوره هم پراخېږي. د بشري مرستو د کموالي ستونزه یې لا پسې ژوره کړې، ځکه چې . د ۲۰۲۵ د بشري اړتیاوو د ځواب پلان لپاره د ۳.۰۶ میلیارده ډالرو تمویل غوښتل شوی، خو تر اوسه یوازې ۲۷.۱ سلنه برابر شوی دی.

د بېوزلۍ او بېکاري ناورین

راپور ښيي چې د افغانستان شاوخوا نیمایي وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. د خلکو عایدات په پرله‌پسې ډول کم شوي او د خوراکي توکو بیې لوړې پاتې دي. د نړیوال بانک د اټکل له مخې، د ښځو د کار پر بندیز او د اقتصادي فرصتونو د کموالي له کبله د افغانستان د ناخالص کورني تولید وده نهایت کمه سلنه ثبت شوې ده، چې د سیمه‌ییزو هېوادونو د اقتصادي ودې له کچې خورا ټیټه ده.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د بېکارۍ کچه په پرله‌پسې ډول لوړه شوې ده. د زرګونو دولتي کارکوونکو له دندې ګوښه کېدل، د خصوصي سکتور کمزوري کېدل او د نړیوالو پانګو نه راتګ هغه عمده عوامل دي چې د بېکارۍ بحران یې لا پسې ژور کړی دی.

ځانګړې ستونزه د ځوانانو او لوړو زده‌کړو لرونکو کسانو لپاره ده. راپور څرګندوي چې هر کال لسګونه زره فارغین د کار بازار ته راځي، خو د کاري فرصتونو د نشتوالي له کبله اړ کېږي چې یا بېکاره پاتې شي، یا د مزدورۍ او غیر رسمي کارونو په لټه شي.

د راپور له مخې، د فقر زیاتوالی یوازې اقتصادي نه، بلکې ټولنیزې ستونزې هم زېږوي، لکه د ماشومانو پر زده‌کړو منفي اغېز، د تغذیې خرابوالی او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت کمښت.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې که د اقتصادي ودې د هڅونې، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د ښځو د کار د محدودیتونو د لرې کولو لپاره بیړني اقدامات و نه شي، نو افغانستان به د فقر او بېکارۍ له لا ژور بحران سره مخ شي.

ماشومانو ته پېښ ګواښونه

د ملګرو ملتونو د درې میاشتني راپور له مخې، ماشومان په افغانستان کې د روان امنیتي او اقتصادي کړکېچ تر ټولو زیانمن قشر ګڼل کېږي. راپور ښيي چې یوازې د روان کال په درې میاشتو کې د ماشومانو پر وړاندې ۱۹۱ جدي حقوقي سرغړونې ثبت شوې دي. په دغو سرغړونو کې د ماشومانو وژل، ټپي کېدل، په زور کار اخیستل او د ناوړه ګټې اخیستنې پېښې شاملې دي.

ملګري ملتونه وايي، په ځینو سیمو کې ماشومان د وسله‌والو ډلو لخوا استخدام شوي او د ناامنۍ په پېښو کې کارول شوي دي. دغه راز نږدې ۴ میلیونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي، او د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ د خوراکي توکو د بیو لوړوالی، د مور او پلار بېکاري او د روغتیايي خدمتونو نشتوالی د ماشومانو د مړینې کچه زیاته کړې ده.

بل لور ته، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونیسف) راپور ورکوي چې شاوخوا ۸ میلیونه ماشومان له ښوونځي بې‌برخې دي، چې د دوی له ډلې ډېری یې نجونې دي. د ښوونځیو تړل کېدل، اقتصادي ستونزې او د کورنیو کډوالي د زده‌کړې بهیر سخت زیانمن کړی دی.

شنونکي خبرداری ورکوي چې د ماشومانو د اوسني وضعیت دوام کولای شي د ټولنې پر راتلونکي نسل ژور منفي اغېز وکړي. د هغوی په وینا، که نړیواله ټولنه او اړوندې ادارې د ماشومانو د تغذیې، زده‌کړې او ساتنې لپاره بیړني ګامونه پورته نه کړي، نو افغانستان به د یوې لویې انساني فاجعې شاهد وي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه باید د افغان ماشومانو ملاتړ ته زیات پام وکړي، ځکه د جګړې، بېوزلۍ او بندیزونو تر ټولو درنه بیه ماشومان پرې کوي.