افغانستان

سرچینې: په څلورو نورو ولایتونو کې هم د نوري فایبر انټرنټي خدمتونه بند شول

ځايي سرچینو آمو ته ویلي، چې په کندز، تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو کې هم د نوري فایبر انټرنیټي خدمتونه په بشپړه توګه بند شوي دي.

سرچینې وايي، چې د طالبانو ځواکونه د انټرنټي خدمتونو ځینو دفترونو ته ننوتي او  تخنیکي وسایل یې له ځانه سره وړي دي.

د طالبانو د کندز ولایت مقام هم دا موضوع تایید کړې او ویلي یې دي چې د مشر د حکم پر بنسټ یې د «منکراتو د مخنیوي» لپاره د فایبر نوري انټرنټ خدمتونه بند کړي دي.

د معلوماتو له مخې، طالبان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لسو ولایتونو کې د فایبر نوري انټرنټ ته لاسرسی بند کړی دی. اوس مهال د بلخ، کندهار، هلمند، هرات، ارزګان، نیمروز، کندز، تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو اوسېدونکي دې خدمت ته لاسرسی نه لري.

په هرات کې له مخابراتو ریاست او افغان ټلیکام شرکت څخه سرچینو ویلي، چې د ښار د ۶۴ متري سړک او بکرآباد په سیمو کې د فایبر نوري پراختیايي پروژه له نږدې دوو اونیو راهیسې درېدلې ده.

د هېواد ګڼ شمېر اوسېدونکي د طالبانو د دې اقدام په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي، چې دا محدودیتونه به د ښارونو پر اړیکو، اداري چارو او آنلاین خدمتونو جدي اغېز ولري.

په همدې حال کې، د بلخ ځايي سرچینو آمو ته ویلي چې د فایبر نوري انټرنټ د بندېدو له امله د دې ولایت د بانکدارۍ سیستم له سختو ستونزو سره مخ شوی دی. د سرچینو په وینا، دغه اختلال د بانکونو او هغو ادارو چارې ورو کړي او ځینې یې درولې دي، چې پر انټرنټ متکي دي.

سرچینو زیاته کړې چې د دغه وضعیت له امله د طالبانو د بلخ والي، یوسف وفا، امر کړی چې بانکونه، د برېښنایي تذکرو ادارې او یو شمېر نور حیاتي بنسټونه باید د انټرنټ له بندیزه مستثنی شي.

د معلوماتو له مخې، د دغه امر په تعقیب د مزارشریف ښار بانکونو ته انټرنټ د سې شنبې سهار بیا وصل شوی او بانکي خدمتونه بېرته عادي حالت ته ستانه شوي دي.