Uncategorized @ps

په کابل کې د طبما سیالیو ټاکنیز بهیر پیل شو

په کابل ښار کې د طبما سیالیو ټاکنیزه لړۍ، د طالبانو تر واک لاندې د ملي فدراسیون له لوري او د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د ۱۶ بېلابېلو کلبونو د ۱۸۰ لوبغاړو تر منځ، د دوو ورځو لپاره پیل شوې ده.

د دغو سیالیو په ترڅ کې لوبغاړي په څلورو کټګوریو؛ نونهالانو، نوو ځوانانو، ځوانانو او لويانو کې له یو بل سره سیالي کوي. ټاکل شوې چې د سیالیو په پای کې ۹۰ تنه غوره لوبغاړي د کابل د طبما لوبډلې ته وټاکل شي.

طبما د رزمي هنرونو له هغو نویو سبکونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې یې په افغانستان کې د پام وړ وده کړې او اوس د ملي فدراسیون تر چتر لاندې رسمي بڼه لري. دغه ورزش د برید او دفاع ځانګړي تخنیکونه لري او د ځوانانو ترمنځ د فزیکي چمتووالي، ځان ساتنې او ډسپلین په لوړولو کې مهم رول لوبوي.

د دغو سیالیو د پرانېستې مراسم په ځانګړو نندارو سره، د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش او فډراسیون مسوولینو، ورزشکارانو او د دې څانګې د ګڼو مینه‌والو په ګډون ترسره شول.