افغانستان

پنجشېر کې د قیمتي ډبرو لس نوې زېرمې موندل شوې

د طالبانو تر واک لاندې د پنجشېر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي چې د تخنیکي سروې له لارې د یاد ولایت په ۱۹ بېلابېلو سیمو کې لس ډول نوې طبعي زېرمې او قیمتي ډبرې تثبیت شوې دي.

د کانونو د ریاست مشر، محمدقاسم امیري، ویلي دي چې دا سروې د مسلکي ټیمونو لخوا د عنابې، رُخې، آبشار، درې، حصه اول پریان او بازارک په ګډون په څو سیمو کې ترسره شوې ده.

د هغه په وینا، په دغو سیمو کې اکوامارین، شورل، بیروج، سرپکتین، نفرایټ، اسکوپولایت، سوین، سرب، اوسپنه او یاقوت پېژندل شوي دي.

امیري زیاتوي، د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته به دغه زېرمې د داوطلبۍ له لارې په قرارداد ورکړل شي، څو د عوایدو د لوړوالي او اقتصادي ودې لپاره وکارول شي.

د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، تر دې وړاندې هم په پنجشېر کې د زمردو ۲۶۰ او د بیروجو لس کانونه تثبیت شوي وو.

سرچینې وایي چې د اوسني حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د کانونو د قانوني سروې او تنظیم شوي استخراج بهیر پراخ شوی، او دا کار د هېواد د طبیعي زیرمو د اغېزمن مدیریت په لور یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

که څه هم د کانونو نوې موندنې د اقتصادي ودې لپاره مهمې بلل کېږي، خو د طبیعي زیرمو د شفاف مدیریت، د قراردادونو د عادلانه وېش، او د سیمې د خلکو د مستقیمې ګټې اخستنې په اړه لا هم ګڼې پوښتنې شته. شنونکي باور لري چې د کانونو بې‌ځایه او ناقانونه استخراج د تېرو کلونو پر مهال نه یوازې د عوایدو د ضایع کېدو لامل شوی، بلکې د چاپېریال او ټولنیز ثبات لپاره یې هم ستونزې رامنځته کړې دي. له همدې امله، د دې نوو زېرمو مدیریت یوازې هغه مهال بریالی ګڼل کېدای شي چې د مسلکي معیارونو، ټولنیزې عادلانه ونډې او شفاف حساب ورکونې تر چتر لاندې عملي شي.