نړۍ

امریکایي افسرانو د روسیې او بلاروس ګډ پوځي مانورونه وڅارل

د امریکا پوځ دوه لوړپوړو افسرانو د دوشنبې په ورځ د روسیې او بلاروس د ګډو پوځي مانورونو ننداره وکړه. وروسته له هغې چې مسکو د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د بلاروس له خاورې اوکراین ته یرغل وکړ، دا لومړی ځل دی چې واشنګټن خپل استازي داسې یوه پوځي تمرین ته لېږي.

دغه مانوررونه چې «زاپاد-۲۰۲۵» نومېږي، د دواړو هېوادونو په بېلابېلو پوځي ډګرونو کې روان دي. په تمریناتو کې جنګي الوتکې، بریدګر ډرونونه، چورلکې او پلي ځواکونه برخه لري، چې د جګړې د چمتووالي او همغږۍ د کچې د ازمېښت لپاره ترسره کېږي.

د امریکایي افسرانو شتون په داسې حال کې شوی چې د پولنډ پوځ تېره اوونۍ هغه روسي ډرونونه وویشتل چې د دغه هېواد هوايي حریم ته ورننوتل. له دې سره وارسا د احتیاط په توګه خپله پوله له بلاروس سره موقتي تړلې ده.

شنونکي باور لري چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي د بلاروس له رژيم سره اړیکې ورغوي. د هغه ځانګړي استازي جان کویل تېره اوونۍ مینسک ته په کړي سفر کې وویل چې ټرمپ غواړي په نږدې راتلونکي کې د امریکا سفارت بېرته پرانیزي، سوداګریزې اړیکې بېرته راژوندۍ کړي او له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره اړیکې عادي کړي.

ټرمپ د دې تر څنګ د بلاروس د ملي هوايي شرکت «بیلاویا» بندیزونه هم لېرې کړي، څو وکولای شي خپلې الوتکو ته د پرزو او خدمتونو د برابرولو فرصت ومومي. دا ګام وروسته له هغې پورته شو چې لوکاشینکو ۵۲ تنه بندیان، چې پکې ژورنالېستان او سیاسي مخالفین شامل دي، له بنده خوشې کړل.

لویدیځ شنونکي وایي، ټرمپ ښايي هڅه کوي یا بلاروس له مسکو لرې کړي، چې امکان یې ډېر کم ګڼل کېږي، او یا یې د روسیې له نږدې اړیکو په ګټې اخیستنې د اوکراین د جګړې د حل لپاره منځګړیتوب ته وهڅوي.

بلاروس له کلونو راهیسې د روسیې مهم متحد دی. ولسمشر لوکاشینکو مسکو ته اجازه ورکړې چې په دې هېواد کې تاکتیکي اټومي وسلې ځای پر ځای کړي او د ۲۰۲۲ یرغل پر مهال د بلاروس خاوره د جګړې د پیل مرکز وګرځوي.