د امریکا او چین چارواکو اعلان کړی چې د ټیکټاک د ملکیت د بدلون پر سر یې پر یوه چوکاټي هوکړه سلا شوي دي. ټاکل شوې دغه هوکړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جینپینګ د جمعې په ورځ د ټیلیفوني خبرو له لارې وروستۍ شي.
یاد اپلیکیشن، چې په امریکا کې نږدې ۱۷۰ میلیونه کاروونکي لري، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو او کړکېچنو مذاکراتو وروسته د یوې نادرې لاسته راوړنې په توګه یادېږي. دغه خبرې د پراخې سوداګریزې شخړې د نرمولو په موخه ترسره کېږي، هغه شخړه چې نړیوال بازارونه یې اغېزمن کړي دي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ په ماډریډ کې له دوو ورځنیو مذاکراتو وروسته وویل، چې د تړون د بشپړېدو لپاره مهلت تر ۹۰ ورځو پورې غځېدای شي، خو د تړون د جزئیاتو له څرګندولو یې ډډه وکړه.
بېسنټ ټینګار وکړ چې د تړون په لړ کې به هغه فرهنګي ځانګړنې وساتل شي چې چین پرې ټینګار لري، خو د امریکا لپاره اساسي موضوع د ملي امنیت خوندیتوب دی.
ولسمشر ټرمپ هم څرګنده کړه چې لا تر اوسه روښانه نه ده چې چین به په شرکت کې ونډه ولري که نه. نوموړي زیاته کړه چې د جمعې د خبرو پر مهال به دا موضوع نوره روښانه شي. ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشیال» لیکلي: “موږ پر یوه داسې موافقه سلا شوي یو چې زموږ د هېواد د ځوانانو لپاره خورا ارزښت لري. هغوی به ډېر خوشحال شي. زه به د جمعې په ورځ له ولسمشر شي سره خبرې وکړم.”
یاده هوکړه ښايي د امریکا د کانګرس تصویب ته اړتیا ولري. کانګرس په ۲۰۲۴ کال کې یو قانون منظور کړی و چې د ټیکټاک د مالکیت جلا کېدل یې لازمي بللي وو، د دې وېري له امله چې د چین حکومت د امریکايي کاروونکو شخصي معلوماتو ته لاسرسی پیدا نه کړي او یا یې د نفوذ لپاره ونه کاروي.
د چین لوړپوړي مرکچي لی چینګګانګ د امریکا اندېښنې د “یوه اړخیز زورزیاتي” په نوم یادې کړې او ټینګار یې وکړ چې واشنګټن نه شي کولای پر یو لاس د خپلو اندېښنو درناوی وغواړي او په بل لاس د چین پر شرکتونو بندیزونه ولګوي.
دواړو لوریو دغه موافقه د “بنسټیز چوکاټ” په توګه یاده کړې ده. دا د څلورو میاشتو په ترڅ کې څلورمه ناستې ده چې د دواړو هېوادونو پلاوي د سوداګریزو او امنیتي مسایلو په اړه د اروپا په بېلابېلو ښارونو کې سره ویني.
ټرمپ ویلي، په راتلونکې کې د شي جینپینګ له بلنې هرکلی کوي، خو دا موضوع به د جمعې د خبرو په پایلو پورې تړلې وي.
