بامیانی نقاش او رسام خیرالله نورزی له شاوخوا دوه لسیزو راهیسې په ایران او افغانستان کې په نقاشۍ او رسامۍ بوخت دی.
هغه د تېرې وږي میاشتې په وروستیو کې د اطلاعات او کلتور ریاست له لوري جوړ شوي نندارتون کې، چې د باميانو د ملي پارک تابلو ورسره وه لومړی مقام خپل کړ.
خیرالله نورزی ۴۲ کاله وړاندې د بامیان ولایت د چمن ولسوالۍ په لره سي سیمه کې زېږېدلی او له کوچنیوالي یې له نقاشۍ سره مينه درلوده.
کله چې ۷ کلن او ۸ کلن شو، نو دا چې ټولې پاڼې به یې په رسامۍ لړلې وې نو تل به رټل کېدل.
هغه هېڅ کوم رسمي ښوونځي ته نه دی تللی او يوازې درې ژمي يې په دينې مدارسو کې په خپل کلي کې د قرآن کریم او نورو دینې زده کړو هڅه کړې ده.
ولې لوستل او لیکل يې د خپلو هڅو پایله وه او په دې برخه کې کوم ځانګړی لارښود ورسره نه و.
کله چې طالبان د لومړي ځل لپاره واکمن شول نو د ۱۷ کلن و چې ایران ته ولاړ.
نورزوی ۱۳ کاله په ایران کې پاتې شو او هلته یې د خښتو په جوړولو، چرګانو ساتلو، ودانیزو کارونو کې خپل ذوق پاله او ډېر وخت به یې نقاشي ورته کوله.
هغه به چې کله له کاره ستړی را وګرځېده نو له انځورګرۍ سره لېونۍ مېنې له امله به یې ساعت ته پام نه و او تر سهاره به یې رسامي او نقاشي کوله آن دا چې د جمعې رخصتي به یې غنیمت ګاڼه، چې خپل ذوق سم وپالي.
هغه به په ایران کې تل د باب راس خپرونه چې د امريکا مشهوره نقاشي به یې ښودله او هره جمعه به ۴۰ دقیقې له ایران تلوېزیون څخه خپرېده څارله او همدې به یې لېوالتيا لا ډېروله.
نوموړی ۱۲ کاله وړاندې خپل وطن ته راغی خو هغه مهال طالبان په وطن کې نه وو.
په وينا يې هغه وطن ته را وګرځېده، چې د حساب او منظم دولت و او راتلونکي ته هیله من و.
وروسته یې یو موټر واخیست او د بامیان ـ کابل پر لویه لار به یې مسافر لېږدول، خو اوس د بامیان په ښار کې ټکسي چلوي.
هغه په دې سختو حالاتو کې له نقاشۍ مخ ونه ګرځاوه او بېلابېلو طبيعي منظرې یې کاږلې، کله ناکله به یې ملګرو ته ډالۍ کولې.
ده ته نقاشي تر ټوله ښه تفرېح وه لکه چې خپله وایي: «رسامۍ ته په کېناستو مې ټوله ستړيا او غوسه کمېږي او آرامه کېږم.»
هغه په اوس وخت کې له سخت اقتصادي حالت سره مخ دی او په موټروانۍ کې ترلاسه کېدونکې پیسې یې يوازې د رسامۍ د لومړنیو وسایلو کېږي او بس.
هغه وایي په دې نا خوښه حالت کې باید د ده رنګونه خلک خوښ وساتي او په خپل هنر کې هڅه کوي د هېواد نادودې پټې او خوښي ووېشي.
هغه تر ډېره په خپلو رسامیو کې د بامیان تاریخي سیمو ته پام کړی او اړونده ادارې یې دې ته متوجه کړي، چې پام ورته وکړي.
هغه له خپل روزګار نه راضي دی ، خو له هنر نه، نه! زیاتوي: «په افغانستان کې د ده هنر ته ډېره پاملرنه یواځې يو آفرین دی او بس نور يې څوک تابلوګانې نه پېري.»
له هیلو یې یوه دا ده چې د هېواد ټولې تاریخي سیمې نقاشي کړي.
هغه ځوان نسل ته په خطاب کې وایي: »خپل وخت په ټولنیزو رسنیو بې ځایه مه لګوئ، لږه مطالعه هم وکړئ.»