افغانستان

په کابل کې د ټرافیکي خوندیتوب د طرحې د ارزونې غونډه وشوه

په کابل کې د ټرافیکي چارو د تنظیم او د سړکونو د خوندیتوب د طرحې د ارزونې په موخه غونډه جوړه شوې ده.

طالب چارواکي وايي، په غونډه کې د بېلابېلو وزارتونو او ادارو استازو ګډون کړی و او پر هغو تدابیرو یې بحث وکړ چې د ترافیکي پېښو د کمېدو او د سړکونو د خوندیتوب د لوړېدو سبب ګرځي.

د غونډې د اجنډا مهم ټکي د ټرافیکي نښو او اشارو زیاتول، د لارښود لوحو لګول، په ګولایونو کې د هندارو لګول، د سړکونو کرښې اېستل، د وسایطو تخنیکي معاینه او د موټرچلوونکو د روغتیايي کارتونو وېش یاد شوي دي.

ګډونوالو ټینګار وکړ چې د ترافیکي سرغړونو د مخنیوي لپاره باید جدي اقدامات وشي او د ښارونو او لویو لارو په تګ راتګ کې د نظم راوستلو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د چارواکو په وینا، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې اړوند ادارې به په ګډه کار کوي څو دغه اقدامات عملي او دوامدار شي.

کارپوهان وايي، سره له دې چې د ترافیکي خوندیتوب په اړه تکراري پرېکړې کېږي، خو د عملي کېدو په برخه کې تل ستونزې پاتې شوې دي. د سړکونو خراب وضعیت، د موټرو د تخنیکي معاینې نشتوالی، د ترافیکي اصولو نه‌پلي کېدل او د موټرچلوونکو کمزوری مسلکي روزنه هغه عوامل دي چې د پېښو کچه لوړه ساتي. د دوی په باور، یوازې پرېکړې کافي نه دي، بلکې د شفاف عملي کولو لپاره دوامدارې پروژې او حساب ورکوونکی سیستم ته اړتیا ده.