افغانستان

پاکستاني رسنۍ: محمد صادق راتلونکې اوونۍ کابل ته راځي

محمد صادق د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استاری

ټاکل شوې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، محمد صادق خان، د راتلونکې اوونۍ په لومړیو کې کابل ته سفر وکړي او له طالبانو سره د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د ملاتړ په اړه د پاکستان جدي اندېښنه شریکه کړي.

«ده نیوز» رسنۍ د ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې محمد صادق به د کابل د مرستو، او د ټي‌ټي‌پي لپاره د خوندي پټنځایونو د برابرولو موضوع راپورته کړي.

یاد استازی په تېرو میاشتو کې په وار وار کابل ته تللی دی څو د طالبانو پر اداره فشار راوړي چې له ټي‌ټي‌پي سره مرسته ونه کړي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د سپټمبر له ۱۰مې تر ۱۳مې په جلا عملیاتو کې په خیبر پښتونخوا کې ۱۹ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. د پاکستان پوځ د مطبوعاتي څانګې (ISPR) د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې په دغو عملیاتو کې لږ تر لږه ۴۵ وسله‌وال وژل دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له کابل څخه وغوښتل چې یا خو د پاکستان ترڅنګ ودریږي او یا د ټي‌ټي‌پي ملاتړ وکړي، خو په دې برخه کې هېڅ ډول ابهام د زغملو نه دی.