افغانستان

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه تر درې ورځو وروسته ترسره کېږي

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه تر درې ورځو وروسته ترسره کېږي.

ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د افغانستان د سیاسي، حکومتي، امنیتي، اقتصادي، بشري حقونو او بشري ناورین په اړه د سرمنشي تازه راپور وړاندې شي.

د امنیت شورا راپور ویلي چې د یوناما مشره، روزا اوتانبایوا به د وروستي ځل لپاره د امنیت شورا په غونډه کې ګډون وکړي او په افغانستان کې د هغې ماموریت پای ته رسېږي.

د بشري حقونو ځانګړې راپور ورکوونکي ویلي چې تمه ده د افغانستان لپاره راتلونکی استازی به د بشري حقونو پر مسئله تمرکز ولري.

په اصل کې ټاکل شوې وه چې د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه د سه شنبې په ورځ ترسره شي، خو دا غونډه د یوه ورځې په ځنډ د چهارشنبې سهار په نیویارک کې کېږي.

په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي درې میاشتنی راپور وړاندې شي؛ هغه راپور چې عموماً د سیاسي او حکومتي موضوعاتو په ځانګړې ډول د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده پر کړنو بحث کوي او د امنیتي وضعیت په ګډون د داعش خراسان فعالیتونه، اقتصادي شرایط، د بشري حقونو سرغړونې او د افغانستان بشري بحران رانغاړي.

د بشري حقونو ځانګړې راپور ورکوونکي، ریچارد بېنټ ویلي: «څومره چې زه پوهېږم، دا موضوع په عمده توګه په نیویارک کې مطرح کېږي او زه د دې بحث برخه نه یم. خو هیله لرم هر څوک چې وټاکل شي، د بشري حقونو مراعات ته لوړ لومړیتوب ورکړي.»

د امنیت شورا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د دې سازمان دایمي غړي د طالبانو سره د چلند پر څرنګوالي ژور اختلافات لري. د امنیت شورا راپور ویلي چې چین او روسیه غواړي له طالبانو سره د هېوادونو تعامل پرته له دې چې فشار زیات شي او د بشري حقونو موضوع په پام کې ونیول شي، ترسره شي؛ خو متحده ایالات، برېتانیا او فرانسه د طالبانو له لوري د بشري حقونو مراعات ته لومړیتوب ورکوي.

د امنیت شورا د راپور له مخې، که څه هم دایمي غړي د یوه ټولشموله حکومت، د بشري حقونو رعایت او په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه غواړي، خو د دې د پلي کولو پر څرنګوالي یې خپلمنځي اختلافات شته.