سیمهییزو سرچینو آمو ته د یوې ویډیو په استولو سره خبر ورکړی، چې د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ د مرکز، سنگماشه بازار د لرګیو د پروسس او پلور په یوه فابریکه کې پراخه اورلګیدنه رامنځته شوې ده.
د دغو سرچینو په وینا، دا اورلګیدنه نن یکشنبه (د وږي ۲۳مه) د سهار شاوخوا څلور بجې شوې ده. سرچینې زیاتوي چې تر دې دمه د اور د مړ کولو لپاره هېڅ کومه ډله سیمې ته نه ده رسېدلې.
د اورلګیدنې لامل تر اوسه روښانه نه دی او نور جزئیات هم تر لاسه شوي نه دي.
