افغانستان

سرچینې: طالبانو د «ږیرې او خولۍ» له امله د برېښنا شرکت کارکوونکو ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې

په کابل ولایت کې ځینې سرچینې آمو ته وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف مأمورانو د پنجشنبې په ورځ د برېښنا شرکت څو کارکوونکي پرېنښودل چې د خپلې دندې ځای ته لاړ شي. د سرچینو په وینا، لامل یې دا وو چې ځینو کارکوونکو خولۍ نه لرله او یا یې ږیره لنډه وه.

سرچینې زیاتوي چې د طالبانو د برشنا د نږدې ۲۵۰ کارکوونکو پېژندپاڼې هم راټولې کړي او تر اوسه یې بېرته نه دي سپارلي.

طالبانو په وروستیو میاشتو کې پر کارکوونکو او محصلینو د جامو او د ظاهري بڼې په اړه پراخ بندیزونه لګولي دي. په پوهنتونونو کې زده‌کوونکي اړ دي چې خولۍ، کورتۍ او تنبان واغوندي او ږیرې پرېږدي. استادان هم څو ځله د امر بالمعروف د مأمورانو تر فشار لاندې راغلي دي.

تر اوسه طالبانو د برشنا د کارکوونکو په اړه د دې وروستي چلند په اړه څه نه دي ویلي.