ښځې

د طالبانو د محدودیتونو له امله د ملګرو ملتونو د نقدي مرستو مرکزونه بند شول

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی چې د طالبانو له خوا د ښځینه کارکوونکو پر فعالیتونو د محدودیتونو د لګولو له امله یې د افغانستان په کچه د نقدي مرستو مرکزونه په موقت ډول تړلي دي.

یاد مرکزونه هغه ځایونه دي چې افغان کډوال د کلونو بې‌ځایه کېدو او کډوالۍ وروسته، د بېرته راستنېدو پر مهال لومړنۍ نغدې مرستې او نورې اسانتیاوې ترلاسه کوي، څو د بیا ادغام بهیر یې اسانه شي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ ټینګار کړی چې د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته د ښځینه راستنېدونکو له نیمایي زیاتې برخې لپاره د معلوماتو راټولول او مرکې ترسره کول ناشوني دي، او همدا موضوع د فعالیتونو د موقت ځنډ لامل شوې ده.

دې اداره زیاته کړې چې له طالبانو سره یې خبرې روانې دي، څو داسې حل‌لاره وموندل شي چې د افغان کلتور او شرایطو سره سم د ښځینه کارکوونکو بېرته ستنېدل ممکن کړي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، د دې ادارې لومړیتوب د ښځینه کارکوونکو امنیت او خوندیتوب، او له بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو سره د بشري مرستو دوام دی. دغه اداره هڅه کوي چې د نغدو مرستو مرکزونه هر څومره ژر بېرته فعال کړي.