افغانستان

سرچینې: د طالبانو د پوهنې وزارت د ښوونځیو له درسي نصاب څخه ۵۱ عنوانونه حذف کړي

باوري سرچینو آمو ته تایید کړې چې د طالبانو ادارې د پوهنې وزارت د محمد حسن آخند د حکم پر بنسټ، د لومړي تر دولسم ټولګي له درسي نصاب څخه ۵۱ عنوانونه حذف کړي دي.

په هغو مکتوبونو کې چې د پوهنې وزارت له لوري صادر شوي، دغه عنوانونه په تفصیل سره یاد شوي او د حذف دلیل یې «د اسلام ضد درسونه» بلل شوي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د مکتوبونو له مخې، داسې عنوانونه لکه: «حضرت علي کرم‌الله وجهه، ملي بیرغ، آزادي، ملي یووالي، د ښوونکي ورځ، د مور ورځ، د وطن ترانه، د ښځو حقوق، بشري حقوق، رواجونه، بشر دوستي، پسرلی، جرګه، فولکلور، عام نرخونه، د بامیان د بودا مجسمې، د خلکو په ویښتابه کې د ټولنیزو رسنیو رول، دیموکراسي، د بشري حقوقو نړیوال کمیسیون، سوله او فردي او ټولنیز استقلال» له درسي مضمونونو حذف شوي دي.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې په پیل کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی و چې د هېواد د پوهنتونونو او لوړو تحصیلي بنسټونو یو شمېر درسي مضمونونه یې له سره کتلي دي.

په یوه مکتوب کې چې یوه کاپي یې آمو ترلاسه کړې، ضیاالرحمن اریوبي، د طالبانو د دغه وزارت علمي معین، د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو بنسټونو ریاست ته لیکلي چې د علماوو او شرعي متخصصینو تر ارزونې وروسته، د بېلابېلو څانګو ۱۸ مضمونونه د «شریعت او د نظام له پالیسي سره د ټکر» له امله حذف شوي دي.

همدارنګه، د دغه مکتوب له مخې ۲۰۱ نور مضمونونه «نسبي ستونزې» لرلې او ویل شوي چې «انتقادي او اصلاحي» بڼه کې به د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې تدریس کېږي څو د طالبانو په وینا «تعلیمي محتوا د شرعي اصولو او د نظام د پالیسي مطابق عیار» شي.

سربېره پر دې، په حمل ۱۴۰۳ کې چې د نوي تعلیمي کال پیل و، طالبانو د هنر، مدني تعلیم، فرهنګ، وطن دوستي او د ژوند مهارتونه هغه مضمونونه چې په منځپانګه کې د بشري حقونو، ولسواکۍ، مدني آزادۍ، د اساسي قانون، د وګړو حقوقو، د تاریخي شخصیتونو د معرفۍ، فرهنګ او دودونو اړوند وو، د هېواد له درسي نصاب څخه لرې کړي وو.