ځايي سرچینې خبر ورکوي چې تېره ورځ (چهارشنبه د وږي ۱۹) مازیګر شااوخوا پنځه بجې د کابل-جلالاباد پر لویه لار د یوې ټرافیکې پېښې له امله یو کس مړ شوی او دوه نور ټپیان دي.
د سرچینو په وینا، دغه د لنډکروزر او پرېس ډوله موټرو د ټکر له امله د لغمان د قرغیو ولسوالۍ په «ورېښمین تنګي» سیمه کې را منځته شوې.
سرچینه زیاتوي، چې پېښه هغه مهال را منځته شوې چې پرېس ډوله موټر له لنډکروزر موټر سره ټکر وکړ او له امله یې لنډکروزر موټر په سیند کې وغورځېد چې له امله یې موټر چلوونکی حمدالله کشمیر مړ او ورسره ناست دوه کسان نور ټپیان شول.
سرچینه زیاتوي چې د پېښې ټپیان روغتون ته ور وړل شوي؛ خو د یوه ټپي روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
