د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، د چهارشنبې په ماښام په غور ولایت کې د افغانستان د پخواني جمهوریت یوه چورلکه له دوی څخه سقوط شوې ده.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې چورلکه د تولک ولسوالۍ په لور د یو شمېر طالب چارواکو د انتقال پر مهال د تخنیکي ستونزو له امله له یوې غره سره ټکر کړې او سقوط شوې ده.
د دفاع وزارت څرګنده کړې چې په دې پېښه کې هېڅ ډول مرګ ژوبله نه ده شوې او ټول مسافرین او د چورلکې عمله په بشپړه توګه خوندي پاتې شوي دي.
سرچینې وایي چې د غور د ولایت د طالبانو والي او د معادن او پترولیم وزیر د دې چورلکې مسافرین وو.
