طالبانو د دولتي ادارو د کارکوونکو د دیني پوهې د کچې د معلومولو لپاره د ازموینو نوې لړۍ پیل کړې ده.
یو شمېر سرچینو آمو ته ویلي چې دغه ازموینې تازه په بېلابېلو ولایتونو کې پيل شوې او د ټولو دولتي ادارو کارکوونکي ورسره مخ کېږي. د سرچینو په وینا، د دغو ازموینو د اخیستلو مسوولیت د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت د “ارشاد او دعوت” څانګه پر غاړه لري.
د راپورونو له مخې، کارکوونکي اړ دي چې په لیکلي او شفاهي ډول د اسلامي فقهې او دیني مسایلو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي. ځینې دولتي مامورین اندېښنه لري چې د دغو پوښتنو په ځواب کې د تېروتنې احتمال به د دوی د دندې پر راتلونکې اغېز ولري.
طالبانو تر دې وړاندې هم په دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو پر فعالیت محدودیتونه لګولي او د مامورینو د چلند د څار لپاره یې ځانګړې کمېټې ګمارلې وې. د څارونکو په باور، د دیني ازموینو دا لړۍ د هماغو هڅو دوام دی چې طالبان یې د دولتي ادارو د “اسلامي کولو” لپاره ترسره کوي.
که څه هم طالبان دا اقدام د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره بولي، خو د ګڼو کارکوونکو په وینا دا کړنه د دولتي چارو پر بهیر فشار او ګډوډي زیاتوي.
