د اروپايي ټولنې د اجرایوي کمېسیون مشرې، اورسولا فن درلاین اعلان کړی چې د اسرائیلو پر ځینو “افراطي وزیرانو” به بندیزونه ولګوي او د اسرائیل او اروپايي ټولنې د سوداګرۍ تړون ځینې برخې به وځنډوي.
فن درلاین دا څرګندونې نن چهارشنبه (۱۰ سپټمبر) په سترابورګ کې د اروپايي پارلمان د کلنۍ غوندې پر مهال وکړې. هغې وویل: “په غزه کې روان حالت د نړۍ وجدان ولړزولو، اروپايي کمېسیون به خپله ونډه ترسره کړي.”
د هغې په وینا، اروپايي کمېسیون به پر هغو وزیرانو او مېشتځای جوړوونکو (سیټلرانو) بندیزونه وړاندیز کړي چې په تاوتریخوالي کې ښکېل دي، او همدارنګه به د اسرائیلو د سوداګرۍ تړون ځینې امتیازات لغوه کړي.
خو د اروپايي ټولنې دننه د اسرائیلو پر پالیسۍ ژور اختلافونه موجود دي. ځینې هېوادونه لکه آیرلنډ، هسپانیا، ډنمارک، سویډن او هالنډ له اسرائیلو سره د سوداګرۍ تړون د ځنډ غوښتونکي دي، خو جرمني، هنګري او چک جمهوریت یې کلک مخالف دي. د بندیزونو عملي کېدل د ټولو غړو هېوادونو پر موافقې ولاړ دي، چې شنونکي یې ستونزمن ګڼي.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر، ګیدون ساعار، د فن درلاین څرګندونې “د افسوس وړ” وبللې او ویې ویل چې د غزې کړکېچ لامل “حماس دی، نه اسرائیل.”
اروپايي ټولنه د اسرائیل تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی. د دواړو لوریو تر منځ د تېر کال د سوداګرۍ کچه نږدې ۴۳ میلیارده یورو ښودل شوې ده.
فن درلاین زیاته کړه چې اروپايي کمېسیون به پر اسرائیلو د خپلو مالي ملاتړ پروژې وځنډوي، خو د مدني ټولنې او د هولوکاست د یاد مرکز (یاد فاشم) سره به همکاري روانه وي.
هسپانیا د اروپايي کمېسیون د نوو وړاندیزونو هرکلی وکړ. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وویل: “اروپایان نه شي کولای له اسرائیل سره عادي اړیکې وساتي، په داسې حال کې چې په غزه کې هره ورځ د بشري حقونو ښکاره سرغړونې کېږي.”
فن درلاین همداراز اعلان وکړ چې راتلونکې میاشت به د فلسطین لپاره د مرسته کوونکو یوه ډله جوړه کړي، څو د غزې د بیارغونې لپاره ځانګړی میکانیزم رامنځته کړي.
