ځايي سرچینې وايي، د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په یوه سیمه کې د هغه ماشوم جسد موندل شوی، چې د تېرې یکشنبې په ورځ د یادې ولسوالۍ له بازار څخه تښتول شوی و.
د سرچینو په وینا، دغه، چې «اویس» نومېږي او شااوخوا ۱۴ کاله عمر یې درلود، په مرموز ډول وژل شوی دی.
د هغه جست تېره ورځ سهار (سهشنبه) د ناړۍ ولسوالۍ په «سونګلۍ» کلي کې داسې مهال موندل شوی چې د نا پېژانده کسانو له لوري د ډبرو په واسطه وژل شوی دی.
ماشوم د ناړۍ ولسوالۍ په بازار کې وریجې پلورلې او پلار یې د بایسکل جوړونې مستري دی.
د دې ماشوم د وژنې علت تر اوسه مالوم نه دی او کونړ کې د طالبانو مسوولینو هم څه نه دي ویلي.
