افغانستان

ملګري ملتونه: د افغانستان د زلزله ځپلو لپاره ۱۷۹ میلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې ته اړتیا ده

ملګرو ملتونو له هېوادونو غوښتنه کړې چې خپلې سیاسي محاسبې یوې خوا ته کړي او د افغانستان د ختیځو ولایتونو د وروستیو زلزله‌ځپلو د ژغورنې لپاره ۱۷۹ میلیونه ډالر ځانګړي کړي.

په راپور کې ویل شوي چې دغه مرستې د نیم میلیونه کسانو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د زلزله‌وو د ناوریني پایلو د مخنیوي لپاره اړینې دي.

تېره اوونۍ په کونړ او ننګرهار کې سختې زلزلې شوې چې له امله یې تر ۲۲۰۰ زیات کسان مړه او لسګونه زره نور بې‌کوره شول.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکي ایندریکا راتواته، په جنیوا کې خبریالانو ته وویل چې د ژمي یخني به په څو اوونیو کې د هغو خلکو ژوند لا سخت کړي چې په غرنیو او لرې پرتو سیمو کې یې کورونه وران شوي دي.

هغه زیاته کړه:
«اوس هغه وخت دی چې نړیواله ټولنه باید له افغانانو سره خپله همدردي او عملي ملاتړ وښيي. د انسانانو ژوند په خطر کې دی او که مرسته ونه شي، د ژمي یخنۍ به په راتلونکو دوو یا درو اوونیو کې د غرنیو سیمو خلک له جدي ګواښ سره مخ کړي.»

راتواته وویل، افغانستان د نړۍ د «تر ټولو سختو بشري ناورینونو» له ډلې دی، خو د ۲۰۲۴ کال راهیسې د نړیوالو مرسته کوونکو، په ځانګړي ډول د امریکا، د بودجې د کمېدو له امله د بشري مرستو لپاره بودجه ۳۵ سلنه راټیټه شوې ده.

د هغه په وینا، د بودجې دغه کمښت لامل شوی چې یو مرستندوی هیلي‌کوپټر، چې لرې پرتو کلیو ته رسېدی، له کاره ولوېږي او ډېرې سیمې له مرستو بې‌برخې پاتې شي.

ملګرو ملتونو ټینګار وکړ چې د مرستو رسولو پر مهال باید «سیاسي ملاحظې او د طالبانو اړوند محدودیتونه» خنډ ونه ګرځي.

راتواته وویل:
«ځینې هېوادونه د طالبانو د سیاستونو له امله محدودیتونه لري، خو زموږ غوښتنه تل دا وه چې تمرکز یوازې پر خلکو وشي.»

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) هم له طالبانو غوښتي چې د ښځینه مرستندویانو د تګ راتګ بندیزونه لرې کړي، څو هغوی پرته له نارینه سرپرست د زلزله‌ځپلو سیمو ته ورسېږي.

راتواته زیاته کړه: «موږ هڅه کوو چې په هر ټیم کې لږ تر لږه یوه ښځینه مرستندویه شامله وي، خو دا امکانات اوس د ټولو ټیمونو لپاره برابر نه دي او موږ هڅه کوو چې ستونزه حل کړو.»

په ورته وخت کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې په کونړ او ننګرهار کې ګڼ کورونه او ودانۍ نړېدلي دي او ماشومان او کورنۍ د ژمي په یخ موسم کې تر سختو ستونزو لاندې ژوند کوي.