افغانستان

تاجیکستان  د کونړ زلزله ځپلو ته درې زره ټنه بشري مرسته واستوله

تاجیکستان افغانستان ته له درې زره ټنه زیاتو بشري مرستو یو ستر کاروان استولی دی. دغه مرستې د ولسمشر امام علي رحمان په لارښوونه د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۷مه) د وروستي زلزلې د اغېزمنو سیمو لپاره ولېږل شوې.

د تاجیکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، دغه توکي د بار وړونکو موټرو له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

د چارواکو په وینا، په مرستو کې ۲۴ ډوله توکي شامل دي چې پکې اوړه، غوړي، وریجې، بوره، خیمې، بسترې، د ماشومانو او لويانو کالي او بوټونه شامل دي.

سربېره پر دې، د اوسپنې میلونه، تختې، سمنټ او نور اړینو توکو په ګډدون د ودانیزو توکو یوه لویه برخه هم لېږل شوي دي.