افغانستان

د سواد زده‌کړې نړیواله ورځ؛ د یوناما مشرې د هر اړخیزې زده‌کړې پر اړتیا ټینګار وکړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، رزا اوتونبایوا نن دوشنبه؛ د سواد زده‌کړې نړیوالې ورځ په مناسبت، ویلي چې زده کړه او ورته د ټولو لاس رسی د افغانستان د راتلونکي لپاره مهم دی.

رزا اوتونبایوا ویلي دي: «کتابونه یوازې د پوهې سرچینه نه ده، بلکې د تلپاتې هوساینې ته د رسېدو لاره هم ده.» هغې زیاته کړه چې زده کړه او ورته د ټولو لاس رسی د افغانستان د راتلونکي لپاره مهم دی.

یوناما د همدې ورځې په مناسبت د افغانستان د غني ادبي میراث یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د زده‌کړو له فرصتونو ملاتړ وشي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نجونې له منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو څخه محرومې شوې دي.

یونسکو، چې له ۱۹۶۷ زېږدیز کال راهیسې د نړيوالې سواد زده‌کړې د ورځې د نمانځلو مسؤلیت لري، وايي چې سواد په نننۍ نړۍ کې یوازې پر کاغذ د لوستلو او لیکلو مانا نه لري. دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «سواد دا معنا لري چې انسان وکولای شي په هغه نړۍ کې پرمخ ولاړ شي چې د ډیجیټلي معلوماتو، پلاټفورمونو او الګوریتمونو له لوري بڼه اخلي. راځئ د نړۍ د هر زده‌کوونکي لپاره، هر ځای، پر ډیجیټلي سواد پانګونه وکړو.»

ملګرو ملتونو هم د دې نړیوالې ستونزې پر پراخوالي ټینګار وکړ. دغه سازمان د نړيوالې سواد زده‌کړې د ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې لیکلي: «د لوستلو او لیکلو زده‌کړه باید د هر انسان په ژوند کې مهمه مرحله وي. خو له دې سره سره، لا هم په ټوله نړۍ کې ۷۳۹ میلیونه ځوانان او مشران د لومړنیو زده‌کړو له مهارتونو بې برخې دي.»

د نړيوالې سواد زده‌کړې ورځ له ۱۹۶۷ زېږدیز کال راهیسې هر کال د سپټمبر په اتمه نمانځل کېږي، څو د لوستلو او لیکلو ارزښت د فردي آزادۍ، برابري او پایدار پرمختګ د بنسټ په توګه روښانه شي.