په کابل کې د ملګرو ملتونو له دفتر څخه ځینې سرچینې آمو ته وايي، چې طالبانو له پرون (یکشنبه، د وږي ۱۷مه) راهیسې ښځو ته اجازه نه ده ورکړې چې د ملګرو ملتونو کمپونو ته ننوځي.
د دغو سرچینو په وینا، طالبانو پرون د سهار شاوخوا اته بجې د «یونکا» (UNOCA – په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو کمپ ) د دروازې مخې ته درېدلي او د یو شمېر ښځینه کارکوونکو او مراجعینو مخنیوی یې کړی. هغه ښځې چې تر دې وخت مخکې کمپ ته ننوتلې وې، هم اړې شوې چې ځای پرېږدي.
سرچینو زیاته کړه چې نن سهار (دوشنبه، د وږي ۱۸مه) هم طالبانو د ملګرو ملتونو په «بارون کمپ» کې، چې د کابل هوايي ډګر تر څېرمه موقعیت لري، ښځو ته د ننوتو اجازه ورنه کړه.
ویل کېږي هغه طالبان چې د ښځو د ننوتو مخه یې نیوله، د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» وزارت له لوري او د طالبانو د مشر په امر استول شوي وو. تر اوسه نه طالبان او نه هم د ملګرو ملتونو چارواکو په رسمي ډول غبرګون ښوولی دی.
له هغه وخته چې طالبان پر واکمنۍ رسېدلي، په ډېرو ولایتونو کې ښځو ته د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې. سرچینې اټکل کوي چې دا امر ښايي په نورو لویو ښارونو لکه هرات او مزار شریف کې هم پلي شي.
مخکې، د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې، طالبانو د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو ته ویلي وو چې نور اجازه نه لري په افغانستان کې د دې ادارې په دفترونو کې کار وکړي. د ملګرو ملتونو مسئولانو ویلي وو چې دوی په افغانستان کې د ښځو له شتون پرته کار نه شي کولای او د طالبانو د دې امر عملي کېدل به د دې ادارې د بشري خدمتونو د بندېدو لامل شي.
