افغانستان

ازبکستان د کونړ زلزله‌ځپلو لپاره مرستې طالب چارواکو ته وسپارلې

د ازبکستان له لوري د ختیځو ولایتونو له زلزله‌ځپلو سره د ۲۶۵ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستو یوه جوپه د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې طالب چارواکو ته سپارل شوې ده.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، په دغو مرستو کې، اوړه، غوړي، بوره، کمپلې، ماکاروني او نور لومړني توکي په کې شامل دي.

دغه جوپه د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشوف او د سرخندریا والي له لوري د بلخ مرستیال والي او نورو سیمه‌ییزو چارواکو ته وسپارله.

د کونړ په زلزله کې له ۲۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي او له ۳۶۰ کسانو زیات ټپیان شوي دي.