په نیمروز ولایت کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر وایي چې د افغانستان او ایران تر منځ د ورېښمو پل لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستل شوې ده.
یاده لاره له یوې اوونۍ راهیسې د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري تړل شوې وه؛ خو طالبانو د تړل کېدو د علت په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې په نیمروز کې طالب چارواکو او د ایران د چارواکو تر خبرو وروسته اوس دا لاره د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده.
د ورېښمو پل د افغانستان او ایران تر منځ له مهمو دوو پولو څخه ګڼل کېږي.
دا هم باید وویل شي چې ایران په دې وروستیو کې د اسلامکلا تر څنګ، د افغان کډوالو ډېری ستنول د ورېښمو پل له لارې ترسره کړي دي.
