یو شمېر افغان سیاستوالو او مدني فعالانو په امریکا کې د (سولې او خپلواکۍ) په نوم یو نوی غورځنګ جوړ کړی دی.
د غورځنګ بنسټګر صمیم یاور، د تاسیس په مراسمو کې وویل چې موخه یې د طالبانو پر ضد د مخالفو ځواکونو، په ځانګړې توګه د ځوانانو یووالی، د ټولنیز عدالت هڅې او د مخالفو غږونو پیاوړتیا ده.
هغه زیاته کړه چې غورځنګ به په افغانستان کې د روانو بېعدالتیو پر وړاندې په غیر وسلهواله مبارزه تمرکز وکړي.
د غورځنګ مسوولینو ویلي چې مرکزي دفتر یې په متحده ایالاتو کې دی او په آلمان او ایران کې یې هم استازولۍ جوړې شوې دي.
د غورځنګ مسؤلین ټینګار کوي چې د افغانستان د وضعیت په اړه نړیوال پوهاوی، د طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو مستندسازي، او د عدالت غوښتونکو حرکتونو لپاره د ځوانانو بسیج کول د دغه غورځنګ اصلي اهداف دي.
