د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي چې د تصوف یو شمېر پیروان یې په کابل کې نیولي دي.
د دغه وزارت ویاند سیف خیبر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاد کسان د تصوف او دین تر نوم لاندې «دین ضد کړنې، بدعت او خرافات» ترسره کول او د همدې لامل له مخې نیول شوي دي. نوموړي د دغو کسانو د «تعهد لیک» یوه کاپي په ټولنیزو شبکو کې خپره کړې، خو د هغوی د هویت او دقیقو فعالیتونو په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.
خو د بشري حقونو فعالان او یو شمېر افغانان وایي طالبان د دین تر نامه لاندې د خلکو د عقایدو او ازادیو مخنیوی کوي. د هغوی په وینا، طالبان هر هغه څوک چې د دوی له باورونو او فکري تګلارې سره همنظر نه وي، د دیني دلایلو په پلمه ځپي او ځوروي.
خو په ورته وخت کې، یو شمېر کسان چې د افغانستان په ټولنه کې د پیرۍ او مریدۍ د زیاتوالي له امله اندېښمن دي، د طالبانو دغه اقدام ستایلی دی. د هغوی په باور، دا ډول کړنې کولی شي د دیني بدعتونو او خرافاتو د خپرېدو مخه ونیسي.
