متحده ایالتونه

ټرمپ: هند او روسیه، چین ته نږدې شوي

انځور- ارشیف څخه د امریکا ولسمشر

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، داسې ښکاري چې هند او روسیه د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ له لیدو وروسته د هغه هېواد لوري ته نږدې شوي دي. نوموړي د ټولنیزو شبکو په یو پوسټ کې لیکلي: «هند او روسیه موږ د ژور او تیاره چین منګولو ته ورکړي دي. هیله ده چې په ګډه اوږد او ښېرازه راتلونکی ولرو!» دا څرګندونې د درې واړو مشرانو له یو ګډ انځور سره خپرې شوې دي.

وروسته ټرمپ د خبریالانو په وړاندې څرګنده کړه چې فکر کوي امریکا هند «چین ته پرېښی» وي؛ خو د هند له لوري د روسیې د نفت اخیستنې له امله یې خپله ناهیلي څرګنده کړه. هغه زیاته کړه: «ما دا خبره هغوی ته په ښکاره کړې ده.»

د هند د بهرنیو چارو وزارت د ټرمپ پر څرګندونو له نظر ورکولو څخه ډډه کړې، او د چین او کرملین چارواکو هم تبصره نه ده کړې. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې شي جین‌پینګ په تیان‌جین ښار کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې کوربه و، چې په کې له ۲۰ ډېرو د غیرلوېدیځو هېوادونو مشرانو په ګډون یې ولادیمیر پوتین او نریندرا مودي برخه‌وال وو. د غونډې په یوه صحنه کې پوتین او مودي د شي ترڅنګ ودرېدل.

ټرمپ له مودي سره د خپلې ملګرتیا یادونه وکړه او هغه یې «عالي لومړي وزیر» وباله، خو ټینګار یې وکړ چې د هند له اوسني چلند خوښ نه دی. سره له دې، ده وویل چې د واشنګټن او نوي ډیلي اړیکې ځانګړې دي او د اختلافاتو باوجود به ملګري پاتې شي.

په ځواب کې، نریندرا مودي پر خپله اېکس پاڼه د ټرمپ د مثبتو څرګندونو هرکلی وکړ او ویې ویل چې هند او امریکا د «راتلونکي پر لور یو هر­اړخیز ستراتیژیک مشارکت» لري.

کارپوهان وایي، که څه هم د هند او امریکا اړیکې د وروستیو میاشتو په اوږدو کې د سوداګریزو شخړو او نورو اختلافاتو له کبله له فشار سره مخ شوې دي، خو ټرمپ هڅه کوي داسې ښکاره کړي چې د روسیې او چین نږدې کېدل د واشنګټن لپاره ستر ګواښ نه دی.

ټرمپ همدارنګه له دې امله ناهیلې څرګندې کړې چې نه دی توانېدلی د روسیې او اوکراین جګړه، چې له درې کلونو راهیسې روانه ده، پای ته ورسوي. نوموړي وویل چې نیت لري ژر له پوتین سره د جګړې د ختمولو پر سر خبرې وکړي.