نړۍ

د شمالي کوریا د توغندویي آزموینې پروړاندې د سویلي کوریا او امریکا غبرګون

له هغې وروسته چې تېره ورځ شمالي کوریا د بالستیک توغندي ازموینه وکړه او دا توغندی د جاپان پر فضا تېر شو. امریکا او سویلي کوریا له ۲۰۱۷ کال وروسته د لومړي ځل لپاره د شمالي کوریا توغندويي آزموینې ته غبرګون ښودلی او د امریکا یوې بېړۍ د شمالي کوریا په ختیځ کې خپل لوری بدل کړ.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا د شمالي کوریا وروستی ازماېښت «خطرناک او بې پروا» وباله او زیاته یې کړه، چې د امریکا پوځ او ملاتړي یې د خپل ځواک نندارې ته اېښودل زیات کړي دي.

همداراز ټاکل شوې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د چهارشنبې پر ورځ د امریکا په غوښتنه د شمالي کوریا د توغندویي اقدام په اړه د خبرواترو لپاره ناسته جوړه کړي.

دیپلوماتانو ویلي چې روسیې او چین استدلال کړی، چې د کوریا په وچه کې د کړکېچونو د کمښت لپاره د امنیت شورا غبرګون باید ګټور ووسي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشېدا د شمالي کوریا ازمایښتونه سخت غندلي دي.

اروپایي ټولنې د شمالي کوریا توغندویي ازمایښت «بې پروا او تحریکوونکی اقدام» بللی دی.

همداراز د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوترش دا آزموینه غندلې او ویلي یې دي چې دا توغندويي آزموینه د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو سرغړونه ده.

دا په داسې حال کې ده چې نه د شمالي کوریا دولت او نه هم د دغه هېواد رسنیو د دې بالستیک توغندي د توغولو په اړه کوم رپوټ نه دی خپور کړی.

د شمالي کوریا له خوا دغه توغندیز ازمایښت د دې په اړه اندېښنې چې ښایي په نږدې راتلونکي کې یو اټومي ازمایښت وکړي زیاتې کړې دي.