په پنجشېر ولایت کې د بېروجو لس نوي کانونه تثبیت شوي دي. راپورونه ښيي چې دا کانونه د یاد ولایت په عنابې، رخه، آبشار او پریان ولسوالیو کې موندل شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د معادن او پټرولیم وزارت د انجینري او تخنیکي ډلو په مرسته د دغو کانونو د تثبیت چارې ترسره شوې دي. د وزارت چارواکي وايي، د کانونو د تثبیت او پراختیا بهیر به په راتلونکې کې هم روان وي او د نورو طبیعي زیرمو د موندلو هڅې به دوام ولري.
پنجشېر د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د قیمتي ډبرو او رنګینو فلزاتو په شتمنیو شهرت لري. د رسمي ارقامو له مخې، تر دې وړاندې یوازې د زمردو ۲۶۰ کانونه په دغه ولایت کې پېژندل شوي او د هغو د استخراج لپاره شاوخوا ۶۰۰ جوازونه هم صادري شوي دي.
د کانونو د زیاتېدو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې د افغانستان د طبیعي زېرمو د استخراج څرنګوالی تل د اندېښنې وړ موضوع پاتې شوې ده. د کارپوهانو په باور، د شفافو تګلارو او حساب ورکونې نشتون کولای شي ملي شتمنۍ د یوې محدودې کړۍ په ګټه تمامې کړي او د خلکو پر ژوند مثبت اغېز ونه لري.
په ورته وخت کې، اقتصادي شنونکي ټینګار کوي چې کانونه یوازې د اوسني نسل حق نه دي، بلکې راتلونکي نسلونه هم پکې شریک دي. د دوی په وینا، د طالبانو د اوسني سیاست له مخې د افغانستان د طبیعي زېرمو ایستل په بې رحمانه ډول روان دي او دا کار د هېواد اوږدمهاله ملي ګټو او د راتلونکو نسلونو اقتصادي راتلونکې ته مستقیم ګواښ ګڼل کېږي.
