د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپټمبر په ۵مه د یو نوي فرمان له لارې اعلان وکړ چې پر ۴۵ ډوله وارداتي توکو تعرفې لغوه کېږي. دغه پرېکړه به د دوشنبې له ورځې (سپټمبر ۸مې) څخه عملي شي.
د دغو توکو کې نیکیل، د سرو زرو بېلابېل ډولونه، ګرافایټ، د درملو یو شمېر مرکبات، د طبي ازموینو مواد، او هغه مرکبات شامل دي چې د برېښنايي موټرو په بیټرۍ کې کارېږي. همدارنګه پر ځینو کرنیزو محصولاتو، الوتکو او درملیزو برخو هم تعرفې ختمې شوې دي.
سپینې ماڼۍ ویلي چې دغه معافیتونه یوازې د هغو هېوادونو لپاره دي، چې له امریکا سره یې د متقابلې سوداګرۍ تړونونه کړي وي. د دغه فرمان له مخې به د سوداګرۍ وزارت او ګمرکونه وکولای شي پرته له نوي فرمان څخه د تړون لرونکیو هېوادونو پر وارداتو تعرفې معاف کړي.
افغانستان له امریکا سره کوم پراخ سوداګریز تړون نه لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ډېره محدوده ده او زیاتره د راکړې ورکړې اړیکه د مرستو، بشري پروژو او د ځانګړو اجناسو په صادراتو او وارداتو پورې تړلې پاتې ده. له همدې امله افغانستان ممکن د ټرمپ د نوي فرمان له تعرفوي معافیتونو څخه برخمن نه شي.
