لویدیځه اسیا

ایران د ۲۰۲۲ کال د ښځو د حقونو د لاریون په تړاو یو کس اعدام کړ

ایران د شنبې په ورځ یو سړی چې د ۲۰۲۲ کال د مهسا امیني د مړینې له امله د راپارېدلو ګډوډیو پر مهال د یوه امنیتي افسر په وژنه تورن و، اعدام کړ.

د ایران قضایي قوې د «میزان» وېبپاڼې د دغه خبر پخلی کړی دی.

د بشري حقونو ډلې وايي، چارواکي ډېری وخت د لاریونکونکو د محکومولو لپاره د شکنجې له لارې اخیستل شوي اعترافونه کاروي.

میزان ویلي چې مهران بهرامیان د اصفهان ولایت د سمیرم ولسوالۍ په یوه پېښه کې له هغو کسانو څخه و چې د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر یې برید کړی و او په نتیجه کې یې افسر محسن رضایي د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې ووژل شو. د راپور له مخې، په دې پېښه کې څو نور کسان هم ټپیان شوي وو.

د شنبې ورځنی اعدام لږ تر لږه د هغو کسانو شمېر ۱۰ تنو ته لوړ کړ چې د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر له نیمايي وروسته د لاریونونو په تړاو په دار ځړول شوي دي.

دغه لاریونونه د ۲۲ کلنې مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شوي وو. هغه د حجاب د قانون د ماتولو په تور د ایران د امر بالمعروف پولیسو په توقیف کې مړه شوه.

د هغې مړینې په ټوله هېواد کې پراخ لاریونونه راوپارول چې شعار یې «ښځه، ژوند، ازادي» و.