افغانستان

پیټ هګسټ په افغانستان کې د امریکا د جګړې ناکامي د دفاع وزارت د نوم له بدلون سره تړلې وبلله

د امریکا د دفاع وزیر، پیټ هګسټ

د امریکا د دفاع وزیر، پیټ هګسټ، د افغانستان جګړه کې د دې هېواد ناکامي له هغه وخت سره تړلې وبلله چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا د جګړې وزارت نوم د دفاع وزارت ته واوښت.

هغه چې په یوه تازه خبري ناسته کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترڅنګ خبرې کولې، وویل چې دا څرګندونې یې د امریکا د سرتېرو د قربانیو د سپکاوي په مانا نه دي چې په کوریا، ویتنام، عراق او افغانستان کې يې دندې ترسره کړي دي.

پیټ هګسټ ټینګار وکړ چې د امریکا د دفاع وزارت بېرته د جګړې وزارت ته نومول، یوازې یو نوم‌بدلون نه دی؛ بلکې د جګړې د پخواني حالت او جنګي روحیې بېرته راژوندی کول دي.

د امریکا دفاع وزیر وویل: «ښاغلی ولسمشر، ډېره مننه. د خپلواکۍ د جګړې له بریا وروسته، په ۱۷۸۹ کال کې جورج واشنګټن د جګړې وزارت جوړ کړ او هنري ناکس یې لومړی وزیر و. له هغه وروسته دا هېواد په ټولو لویو جګړو کې بریالی شو، د لومړۍ نړیوالې جګړې په ګډون، او د دویمې نړیوالې جګړې تر بریا پورې. لکه څرنګه چې تاسو وویل، بشپړه بریا، ښاغلی ولسمشر.»

هغه زیاته کړه: «خو ۱۵۰ کاله وروسته، د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، په ۱۹۴۷ کال کې د جګړې وزارت نوم د دفاع وزارت ته بدل شو. لکه څرنګه چې تاسو یادونه وکړه، ښاغلی ولسمشر، له هغه وخت راهیسې موږ په هېڅ لویه جګړه کې نه یو بریالي شوي، او دا د خپلو جنګیالیو د سپکاوي خبره نه ده، که په کوریا کې وي، که په ویتنام کې او که زموږ د نسل جګړې په عراق او افغانستان کې.»

د امریکا د دفاع وزیر ټینګار وکړ: «ویونه مهم دي» او دا د جګړې، بریا او موخې د روحیې بېرته ژوندي کولو په اړه ده.

نژدې مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه فرمان کې د امریکا د دفاع وزارت نوم بېرته د جګړې وزارت ته اړولی دی؛ هغه اقدام چې د ده په وینا، دلیل یې د امریکا د جګړې په حالت کې اوسېدل دي.