افغانستان

طالبانو ننګرهار کې خیریه بنسټونو ته خبرداری ورکړی چې له ښځو انځور وانخلی

په ننګرهار کې د طالبانو د عدلیې ریاست خیریه بنسټونو ته خبرداری ورکړی، چې د مرستو د وېش پر مهار له ښخو د انځور اخیستلو څخه «په کلکه ډډه» وکړي.

 دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «ټولو خیریه بنسټونو ته جدي سپارښتنه کوي چې د مرستو رسولو او وېش پر مهال اسلامي او افغاني ارزښتونو ته بشپړ درناوی ولري او له هغو کړنو څخه ډډه وکړي چې د خلکو حساسیتونه راپاروي.

دا په داسې حال کې ده، چې به ختیځو ولایتونو کې د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي له امله، زلزله‌ځپلي مېرمنې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د کونړ په مرګوني زلزله کې، له ۲۲۰۰ زیات کسان مړه شوی او له ۳۶۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.