افغانستان

ټرمپ: امریکایي ځواکونه د کابل هوايي ډګر پر ځای باید د بګرام پوځي اډې ته تلل

د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر بهیر نیوکه کړې او ویلي یي دي، چې امریکايي ځواکونه د کابل هوايي ډګر پر ځای باید په بګرام هوايي اډې کې ایسار شوي وای.

هغه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ د امریکا په تاریخ کې «تر ټولو شرمونکې» شېبه بللې ده.

د متحده ایالتونو ولسمشر ویلي: «هغوی غلط هوايي ډګر ته لاړل. هغوی باید بګرام ته تلل، نه یوه محلي کوچني هوايي ډګر ته، ځکه هلته نه امنیتي تدابیر او نه هم نور لازم تدابیر موجود وو.»

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «موږ غوښتل چې بګرام په خپل واک کې وساتو. بګرام د چین له اټومي تاسیساتو یو ساعت فاصله لري.»

ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و، چې په بګرام هوايي اډه کې، د طالبانو پرېډ څخه خوښ ندی.