افغانستان

ننګرهار کې ښوونکي هره ورځ کونړ سیند کې د ډوبېدو وېره زغمي

ننګرهار کې د ښوونکي نړیواله ورځ داسې مهال ولمانځل شوه، چې د دې ولایت ښوونکي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوال دي.

موږ د بېلې د لېسې د ښوونکو حال واخیست.

د مومندرې ولسوالۍ د «بیلې» لېسې ښوونکي هره ورځ د کونړ پر خونړي سیند د «ټوپانو» په وسیله تېریږي، چې هره شېبه یې په سیند کې د ډوبېدو ویره شته.

دوی وايي هره شېبه دا وېره لري، چې د سیند قهرجنه څپه به یې ډوبه کړي، خو په خبره يې د هېواد د راتلونکي نسل د روښانه روزنې په پار دا هر څه زغمي.

ښوونکی فضل الرحمن ټوپ په شاه د سیند پر لور د تګ پر مهال له آمو سره په خبرو کې وویل، معاش ته په کتو هېڅکله به څوک دا درد ونه زغمي؛ خو دوی اړ دي، چې هره ورځ دا ګواښ ومني او د خپل هېواد راتلونکی وروزي.

هغه وایي: «بس څه وکړو څو څو ځلې مو  دا ستونزه شریکه کړې چا هواره نه کړه، تېر حکومت حل نه‌کړه اوس مو هیله ده، چې طالبان يې راته حل کړي. دا خو سخته ده.»

یو بل ښوونکی دریاخان بیا وایي، هره ورځ د کب نیوونکو په څېر په سیند پورې ووځي، چې دا حالت دوی سخت ناهیلي کوي.

هغه وایي سره له دې چې سختي زغمي، خو بیا هم هڅه کوي د هېواد د نوي نسل روزنې لپاره دا له ګواښه ډکه لار وزغمي او هغوی د علم په ګآڼه سمبال کړي.

دریاخان زیاتوي: «که طالبان راته پُل جوړ کړي ایله به زموږ هیلې پوره شي، راحته به شو، لسګونه نور زده کوونکي به زده کړو ته مخه کړي.»

د یادې لېسې د مدیر د مالوماتو له مخې له دوی سره په لېسه کې تر ۸۵۰ تنه نجونې او هلکان په زده  کړو بوخت دي، چې ګڼ یې د دې سیند د قهرجنو څپو له امله په ورځو ورځو غیر حاضر وي.

د بېلې لېسې مدیر اسدالله احمدي وایي، که پُل جوړ شي لسګونه هغه زده کوونکي چې لا يې د ښوونځي مخه نه ده لیدلې ښوونځي ته به مخه کړي.

دی وایي: «موږ لویې ستونزې دا لرو، چې یو پُل جوړ شي موږ ته چې دا مشکل مو حل شي، بل مو لېسه تعمیر نه لري او اوسنی تعمیر مو نور د غورځېدو په حال کې دی.»

ننګرهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست هم یاده ستونزه مني خو وایي د حل په موخه يې يو څه اقدامات شوي دي.

ځايي خلک وایي، په دې سمه کې د کونړ سیند هغه خنډ دی، چې له امله یې د زیاتو نجونو او هلکانو د زده کړو ارمان په زړه پاتې دی.

دوی وایي که ورته د پُل غم وشي د ډېرو نجونو او هلکانو هېلې به ورسره پوره شي.

د یادونې ده، چې د ننګرهار په لرې پرتو سیمو کې د دې ښوونځي د ښوونکو د ستونزو ترڅنګ لسګونه نور ښوونکي هم شته چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.