د طلوعنیوز خبریال صمیم فرامرز او عکاس رامز احمدي اووه کاله وړاندې د کابل په د دشت برچي سیمه کې د میوند ورزشي ټولنې په چاودنه کې ووژل شول.
صمیم او رامز د چاودنې د پوښښ لپاره سیمې ته تللي وو چې له دویمې چاودنې سره مخ شول او ژوند یې له لاسه ورکړ. صمیم فرامرز په ۱۳۸۸ کال کې له افغان-ترک لیسې فارغ شوی و او لوړې زدهکړې یې په قزاقستان کې بشپړې کړې وې، او رامز احمدي شاوخوا پنځه کاله د طلوعنیوز د عکاسۍ تجربه لرله.
د دوی اووم تلین نن د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې نمانځل کېږي، ترڅو د خبریالانو قربانۍ او د خبریالۍ د خپلواکۍ ارزښت زمونږ په یاد راشي.
هغه مهال د دې پېښه مسوولیت داعش منلی و.
