د روسیې د بشري مرستو لومړۍ محموله نن جمعه کابل ته ورسېده، چې د ختیځ د زلزلهځپلو خلکو لپاره ځانګړې شوې ده.
د روسیې سفارت د معلوماتو له مخې، دغه محموله شل ټنه وزن لري او په کې د اړتیا وړ خوراکي توکي لکه اوړه، غوړي او د غوا کنسروي غوښه شامله ده.
سفارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا مرستې د افغانانو د ملاتړ او د وروستۍ مرګونې زلزلې د اغېزو د کمولو په موخه لېږل شوې دي.
د روسیې چارواکو هم ټینګار کړی چې دا یوازې د مرستو لومړۍ برخه ده او په راتلونکو ورځو کې به نورې محمولې هم کابل ته ورسېږي.
د روانې میاشتې په پیل کې د ختیځ افغانستان ځینو ولایتونو د سختې زلزلې له امله له لسګونو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او سلګونه کورنۍ بې کوره شوې دي. له همدې کبله د کورنیو او نړیوالو مرستو اړتیا زیاته شوې ده.
