د سور صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فډراسیون اعلان کړی چې په افغانستان کې د وروستیو زلزلو له امله لږ تر لږه ۸۴ زره کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول زیانمن شوي او زرګونه نور خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي. دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د زلزلهځپلو سیمو بشري اړتیاوې «پراخې او د زیاتېدو په حال کې» دي او ژوندي پاتې شوي کسان له سختې لوږې، د درملو له کموالي او د سرپناه له نشتوالي سره مخ دي.
د طالبانو چارواکي مني چې د مړو شمېر تر اوسه له ۲۲۰۰ کسانو اوښتی؛ خو کره وروستۍ شمېره لا روښانه شوې نه ده. راپورونه ښيي چې له ۳۶۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي او شاوخوا ۶۷۰۰ کورونه په بشپړ ډول وران شوي دي.
ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی چې ښایي د قربانیانو شمېر لا لوړ شي، ځکه ګڼ کسان لا هم له خاورو لاندې بند پاتې دي. لومړۍ زلزله چې شدت یې ۶ ریښتر و، د یکشنبې په ورځ په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې وشوه او د افغانستان د وروستیو کلونو له خونړیو زلزلو څخه ګڼل کېږي. درې ورځې وروسته د ۵.۵ ریښتر بلې زلزلې د مرستو عملیات ګډ وډ کړل، د یو شمېر کلیو لارې یې وتړلې او د ځمکې ښوېدنې له امله یې د لرې پرتو سیمو د خلکو ژغورنه لا ستونزمنه کړه.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې یوازې د څلورو اوونیو لپاره د زلزلهځپلو د ملاتړ بسیا زېرمې لري. د روغتیا نړیوال سازمان هم له درې میلیونه ډالرو مالي کمښت سره مخ دی او خبرداری یې ورکړی چې که بیړنۍ بودیجه چمتو نه شي، د درملو او اړینو مرستو لېږد به دوام ونه لري.
په همدې حال کې د ناروې کډوالو شورا له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې افغانستان یوازې د بېړنیو مرستو پر بنسټ پرېنږدي؛ بلکې د اوږدمهاله حل لارو په اړه هم فکر وکړي. د دې شورا استازي جاکوپو کاریدي ویلي: «دغه زلزله باید د یو جدي خبرداري په توګه وپېژندل شي. افغانستان باید یوازې پرېنښودل شي چې د پرلهپسې کړکېچونو پر وړاندې مبارزه وکړي.»
اوس مهال ګڼې زلزلهځپلې کورنۍ د سرپناه له نشتوالي او له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي، شپې په پرانیستې فضا کې تېروي او د لوږې او ناروغیو د خپرېدو له ګواښ سره لاس او ګرېوان دي.
