د طالبانو مرستیال ویاند په یوه بیان کې ویلي چې د کونړ د زلزلې د مړو شمېر ۲۲۰۵ تنو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر ۳۶۴۰ تنو ته لوړ شوی دی.
د ده په وینا، دا شمېرې د نورګل ولسوالۍ د مزار درې، د سوکي ولسوالۍ د دیوه ګل درې، او د مانګي ولسوالۍ اړوند سیمو دي.
نوموړي زیاته کړه چې د ژغورنې هڅې لا هم روانې دي.
یاده زلزله د روانې اونۍ د یکشنبې په شپه شاوخوا ۱۱:۵۰ بجې د ۶.۱ ریشتر په کچه رامنځته شوې وه.
