لویدیځه اسیا

خيبر پښتونخوا کې په ۲۰۲۵ کال کې له ۶۰۰ ډېر امنیتي پېښې ثبت شوي

په خيبر پښتونخوا کې یوازې د ۲۰۲۵ کال د لومړنیو اته میاشتو په ترڅ کې له ۶۰۰ زیاتې امنیتي پېښې ثبت شوي دي.

د جیونیوز راپور له مخې، د اګست تر پایه پورې ټولټال ۶۰۵ امنیت ضد پېښې ثبت شوې دي چې په ترڅ کې یې ۱۳۸ ملکي وګړي مړه شوي او ۳۵۲ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې ۷۹ پولیس سرتېري هم مړه شوي او ۱۳۰ نور ټپیان دي.

یوازې د تېرې میاشتې په ترڅ کې، ۱۷ ملکي وګړي ووژل شول او ۵۱ ټپیان شوي دي، او ورسره ۱۳ پولیس وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان شوي، چې ټولټال ۱۲۹ بریدونه بریدونه جوړوي.

د تېرې میاشتې په ترڅ کې بنو د ۴۲ بریدونو په ثبتولو سره تر ټولو زیات د امنیت ضد بریدونه لیدلي دي. په شمالي وزیرستان کې ۱۵ پېښې، په جنوبي وزیرستان کې ۱۴ او په دیر کې ۱۱ بریدونه ثبت شوي دي.

د پاکستان د پولیسو راپور، له هغې وروسته خپریږی چې څو ورځې وړاندې په خیبر پښتونخوا کې د  سرحدي ځواکونو پر مرکز برید وشو او شپږ پوځیان ووژل شول.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې په وینا، پنځه وسله‌والو هڅه وکړه چې د مرکز د امنیتي دېوال کرښه ماته کړي او وروسته یې د چاودېدونکو توکو ډک موټر د دېوال سره وجنګاوه، چې د دېوال یوه برخه راونړېده.